د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي خلیلزاد د جولای له ۲۴ قطر ـ ناروې ـ بلغاریا ـ پاکستان او افغانستان ته نوی پړاوییز سفر پیل کړی دی.
د خلیلزاد سفر په داسې مهال پيل شوی، چې آټکل کیږي؛ له اختر وروسته بین الافغانی مذاکرات پیل شي؛ خو یو شمېر افغان سیاسون د سولې پروسه کې د خلیلزاد پر فعالیت شک لري.
دوی وايي، خلیلزاد د خپلو سیاسي لوبو لپاره د افغان سولې پروسه سبوتاژ کړې.